...

Poultry Avian influenza FVSU - Pashto

by user

on
Category: Documents
14

views

Report

Comments

Transcript

Poultry Avian influenza FVSU - Pashto
‫په افغانستان کی د څاريو ساری رنځونه‬
‫‪١‬‬
‫د الوتونکو سخته انفلونزا‬
‫)‪(Highly Pathogenic Avian Influenza‬‬
‫د دی رنځ واقع کيدل‬
‫په افغانستان کی‬
‫پيژندل شوی‪.‬‬
‫‪.١‬تعريف‬
‫دا د چرگانو يو سخته ويروسی ناروغی ده د مبتال کيدو او مړينی درجه ئی خورا لوړه او د‬
‫زياد اقتصادی زيان سبب کيږی‪.‬‬
‫‪.٢‬عامل‬
‫د انفلونزا ويروثونه د انفلونزا د ای )‪ (A‬د گروپ د ويروثونو له ډلی څخه دی چه د انفلونزا‬
‫)‪ (Influenza‬د جنس او د اورتو مايکسو ويريدا )‪ (Orthomyxoviridae‬د فاميل پوری‬
‫اړه لری‪ .‬د انفلونزا د )‪ (A‬گروپ نوع د دوه سطحی موليکولو نو دھيم اگلوتينين ) ‪Haemo‬‬
‫‪ (agglutinin‬يعنی )‪ (H‬په کوم کی چه ‪ ١۶‬نوع او نيورا مينيديز ‪Neuraminiduse-‬‬
‫)‪ (N‬په کوم چه ‪ ٩‬نوع دی طبقه بندی کيږی ټولی ډلی د ‪ H‬او ‪ N‬په الوتونکو کی ليدل‬
‫شويدی‪ .‬زياتی نوعی د الوتونکو انفلونزا د رنځ د پيدا کيدو سبب نه کيږی کومی نوعی چه‬
‫سخت شکل د مرض منځ ته راوړی په نامه د سخت رنځ توليدونکی انفلونزا دالوتونکو سره‬
‫يا ديږی‪ .‬دغه ويروس د ‪ H5‬او ‪ H7‬پوری تړلی پيژندل شوی دی‪ .‬د الوتونکو انفلونزا‬
‫”‪ “Bird flu‬تنھا د )‪ (H5N1‬نژاد ته ويل کيږی برعالوه د ‪ H5N1‬څخه ځينی نوری نوعی‬
‫د سخت رنځ توليدونکی انفلونزا )‪ (HPAI‬له ډلی څخه شته چه د الوتونکو د انفلونزا ) ‪Bird‬‬
‫‪ (flu‬سره ورته کوم تړاو نه لری‪.‬‬
‫‪ HPAI H5N1‬يو سخته زونوتيکی رنځ دی‪.‬‬
‫‪١۵٩‬‬
‫په افغانستان کی د څاريو ساری رنځونه‬
‫‪.٣‬انتقال‬
‫د اخته شوی الوتونکو د افرازاتو او ترشحاتو د تماس په نتيجه کی منځ ته راځی د ھوا د‬
‫لياری انتقال د يوه متر په فاصله کی صورت نيسی ھمدارنگه انتقال د دملوثو پنجرو او نورو‬
‫سامان االتو سره صورت نيسی‪.‬‬
‫‪.۴‬نوع د حيواناتو چه مبتال کيږی‬
‫زياتی ډلی د الوتونکو پدی رنځ )‪ (HPAI‬اخته کيږی‪ .‬کلينيکی نښی نښانی تنھا په چرگانو‬
‫کی ليدل کيږی‪.‬‬
‫ځينی نژادونه د دوی انسانانوته انتقال کوی‪ H5N1 .‬په سلگونه انسانان مبتال کړی او د‬
‫مړينی اندازه تر ‪ ۵٠٪‬پوری رسيدلی‪.‬‬
‫‪.۵‬کلينييکی نښی‬
‫پټه دوره د رنځ ‪ ٧-١‬ورځو پوری ده‪ .‬د مبتال کيدو درجه لوړه اومعموآل ټول چرگان په‬
‫مرض اخته کيږی‪ .‬کلينيکی حالت که منځ ته راشی نو ډير کم وخت نيسی‪ .‬چرگان‬
‫ډيرستومانه معلوميږی‪ ،‬اوبلنه نس ناسته لری او د مرگ څخه د مخی عصبی نښی ھم د ځانه‬
‫ښائی‪ .‬د مړينی درجه نږدی سلوته رسيږی‪.‬‬
‫‪. ۶‬غيری معمولی موندنی‬
‫په زياتو اعضاو وکی پړسوب او خونريزی موجوده وی‪ .‬د غاړی‪ ،‬سر‪ ،‬تاج او قرقرو د‬
‫پوستکی الندی پړسوب او کله کله آبی رنگه معلوميږی‪ .‬په پښو او وچه غاړه کی ھم‬
‫خونريزی ليدل کيږی په سيروزی يا داخلی برخه کی خونريزی په نقطه ای ډول ھم موجوده‬
‫وی‪ .‬پپوس ھم پړسيدلی او خونريزی پکښی ليدل کيږی اما بدون د البراتواری ازموينی د‬
‫اجراکولو څخه پرته دا ټولی نښی )‪ (HPAI‬تشخيص او موجوديت نشی په گوته کولی‪.‬‬
‫‪. ٧‬تشخيص‬
‫)‪ (HPAI‬تنھا په کلينيکی نښو نښانو او غير معمولی موندنو سره نشی په گوته کيدالی‪.‬‬
‫زيات شمير چټکی ازموينی شته چه د ھغی په اجرا کولو سره د انفلونزا )‪ (A‬گروپ او‬
‫‪ PCR‬ازموينی بايد تر سره شی تر څو نوع ئی تشخيص شی‪.‬‬
‫تشخيص تفريقی په خاطر د چرگانو ټوغکی‪ ،‬د الرنکس او تراخيا التھاب او گمبورو‬
‫)‪ (Gumboro‬رنځونه په نظر کی ونيول شی‪.‬‬
‫‪١۶٠‬‬
‫په افغانستان کی د څاريو ساری رنځونه‬
‫‪.٨‬درملنه‬
‫په الوتونکو کی د ‪ HPAI‬لپاره تداوی نشته‪.‬‬
‫‪.٩‬مخنيوی او کنترول‬
‫د ‪ HPIA‬د رنځ د مخنيوی په خاطر ټول رنځور الوتونکی له نورو حساسو الوتونکو څخه‬
‫ليری وساتل شی‪ .‬قوی حفاظتی تدابير بايد ونيول شی تر څو د مستقيم تماس او يا د سامان‬
‫االتو په ذريعه د انتقال امکان راکم او د مريضی د انتشار او واقع کيدو مخه ونيول شی‪ .‬د‬
‫شيوع په وخت کی مختلف واکسينونه موجود دی چه بايد استعمال شی‪.‬‬
‫‪ HPAI‬په تاج کی دابی رنگ موجوديت‪.‬‬
‫‪١۶١‬‬
‫په افغانستان کی د څاريو ساری رنځونه‬
‫‪ HPAI‬د غاړی پړسوب‪.‬‬
‫‪ HPAI‬د پپوس پړسوب او خونريزی‪.‬‬
‫‪١۶٢‬‬
Fly UP